چین: امریکا باید د ډزو پېښې بابیزه ونه بولي
CMG2022/06/02 14:10:09
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د جون په لومړۍ نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې چین د امریکا په ډېرو سیمو کې د ډزو پېښو په هکله خواشيني او په دغو پېښو کې د مړه شویو د کورنيو غړو او  په تېره بیا د ماشومانو له ميندو او پلارونو سره خواخوږي څرګندوي او د ډاډګېرنې مراتب ورته وړاندې کوي.

نوموړي د امريکا پر حکومت غږ وکړ، چې په کوردننه ټولنیزې ستونزې هوارې کړي او اغېزمن تدبیرونه دې ونیسي.

جاو لي جیان وویل، چې ځيني امريکايي سیاستوال د وسلو ټولنې په شمول د تصدیو تر فشارونو لاندې دي او همدا لامل دی، چې دوی د خپلو خلکو ژوند او امنیت ته پاملرنه نه کوي او د ټوپکونو او وسلو د کنټرول مسوبې یې رد کړي او د ملکي وګړو ژوند ته یې لوی خطر جوړ کړی دی.

نوموړي وويل، چې د امريکا حکومت باید په کور دننه د خپلو وګړیو د خوندیتوب لپاره اغېزمن تدبیرونه ونیسي او د ډزو پېښې دې بابيزه او عادي نه بولي. (هیله)