د چین ټېکنالوژۍ د کرونا وبا ضد مبارزې کې مهم رول لوبولی
CMG2022/06/02 17:57:20
شريکول:

چین د کرونا وبا ضد مبارزه کې ستر بریالیتوبونه تر لاسه کړي او د دې مبارزې په بهیر کې یې د ټېکنالوژۍ ځواک هم کارولی دی.

۱ـ  ډرونونه د کرونا وبا د ټيسټ نمونې لیږدوي

 په دغو ډرونونو کې يو بکس نصب شوی او په معیاري تودوخې د ټیست نمونه ساتي.

۲ـ د خلکو د تودوخې مالومولو روبوټونه

 دغه روبوټونه له لیرې د انسان د بدن تودوخه مالوموي، که د تودوخې درجه يې ډېره وي، نو بيا خبرداری ورکوي او چا چې ماسک نه وي اچولی، نو بیا ورته يادونه کوي، چې ماسک واچوه.

۳ـ د خواړو ویشونکي روبوټونه

 دغه روبوټونه په هوټلونو کې کرنتين شويو کسانو ته خواړه ور وړي او په دې ترتيب د خلکو ترمنځ د ويروس د خپرېدو مخه نيول کيږي.

د چين نور پرمختللي ماشینونه هم پیاوړی ځواک لري.

 د مثال په توګه، په شانګهای کې د کرونا وبا ضد مبارزه کې د چینګ ګنګ لومړی نمبر طبي ماشین کارول کيږي.

 دغه ماشين په اوټوماټیک ډول د کرونا ټېسټ ډګر په توګه شپه او ورځ ۲۴ ساته کار کوي او هره ورځ د ۴۵۰۰ ټیوبونو نمونې ټېسټ کوي. (هیله)