د چین سوداګرۍ وزارت: د چين او استراليا اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د دوه اړخيزو اړيکو تر ټولو فعال ځواک دی
CMG2022/06/03 11:50:04
شريکول:

سږ کال د چين او استراليا ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کاليزې سره برابر دی.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د جون په دوهمه نېټه وويل، چې د چين او استراليا اړيکو په تېرو پنځوسو کلونو کې ښه پرمختګ کړی او اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ يې د دوه اړخيزو اړيکو تر ټولو فعال ځواک دی.

نوموړي وويل، چې د چين او استراليا ترمنځ د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ د دواړو هېوادونو د خلکو له بنسټيزو ګټو او ګډو هيلو سره سمون لري او هم د اسيا او ارام سمندري سيمې د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره ډېرې ګټورې دي. .

د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې د چين او استرالیا د سوداګرۍ اندازه ۲۳۱.۲ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې،چې د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۳۵.۱ سلنه زياتوالی ښيي.