چين: ځيني هيوادونه غواړي د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسې له لارې پر ايران فشار واچوي
CMG2022/06/03 11:28:46
شريکول:

 د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيان د جون په ۲مه نېټه وويل، چې ځيني هيوادونه د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسې د شورا د پرېکړې د تصويب لپاره هڅې کوي او غواړي پر همدې لارې پر ايران فشارونه زيات کړي.

نوموړي د دغو هېوادونو له يادو هڅو سره ټينګ مخالفت ښودلی دی.

جاو لي جيان وويل، چې چين د ايران د اټومي مسئلې د مذاکراتو ښه پایلې ته لومړيتوب ورکوي او پر دې ټينګار کوي، چې د ايران اټومي تړون بايد په مؤثره توګه بيا عملي شي او اړوندې خواوې بايد د دې لپاره لازم شرايط او ښه چاپيريال برابر کړي.