بېجينګ د چین د پالیسۍ په اړه د انټوني بلینکن خبرې بیا رد کړې
CMG2022/06/03 11:47:59
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په دوهمه نېټه په یوه مطبوعاتي غونډه کې يو ځل بيا د چين د تګلارې په اړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزير انټوني بلينکن پر وينا نیوکې کړي او ويلي يې دي، چې بلينکن په داسېڅرګندونو غواړي، چې د چين د کمونېست ګوند او د چينایانو ترمنځ اړيکې خرابې کړي.

جاو لي جيان د بلينکن له خبرو سره ټينګ مخالفت ښودلی او ويلي يې دي، چې چینایان د چين د پرمختګ د مخنيوي په برخه کې د امريکا ناوړه ارادې څاري او اخر به هم په دغې لوبې کې پاتې راځي.

نوموړي وویل، چې امريکايي سیاستوال تل دا ادعا کوي، چې دوی د چينايانو درناوی کوي، خو د پردې تر شا بيا بدې کړنې ترسره کوي.

جاو لي جيان زياته کړه، چې امريکا بايد تاريخ او واقعيتونو ته په سم نظر وګوري او د چينايانو د پرمختګ لارې او سياسي نظام او د چين د کمونېست ګوند، چې د چيني ملت د بنسټيزو ګټو استازيتوب کوي، درناوی وکړي.