وانګ يي د کوک ټاپو له صدراعظم او خارجه وزير سره انلاين وکتل
CMG2022/06/03 11:28:06
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۲مه نېټه په نوې پاپوانوې ګينه کې د کوک ټاپو له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير مارک برون سره انلاين ليدنه کړې ده.

وانګ يي له مارک برون سره په خبرو کې ويلي، چې چين او کوک ټاپو د خپلمنځي اړيکو د ټينګېدو په بهير کې تل يو د بل درناوی، متقابل ښه چلند او په بېلابېلو برخو کې يې نږدې همکارۍ کړي او د دواړو خواوو سوداګريز ارزښت ۳۰۰ چنده زيات شوی دی.

نوموړي ويلي، چې دواړه هېوادونه دې د سيلانيزو چارو، اساسي بنسټونو، ځايي چارو او تعلیمي چارو په برخو کې همکارۍ نورې هم پراخې کړي.

مارک برون له چین څخه مننه کړې، چې د کوک ټاپو له پرمختګ څخه يې اوږد مهاله ملاتړ کړی او د کرونا وبا پر وړاندې روانې مبارزې کې يې ورسره مرسته کړې ده.
برون د کوک ټاپو د اساسي بنسټونو د جوړولو او د خلکو ژوند د ښه کولو په برخو کې د چين خدمتونه ستايلي دي.
نوموړي ويلي، چې د دواړو هېوادونو ښې اړيکې او نږدې همکارۍ د دې ښکارندويي کوي، چې چين له کوچنيو هيوادونو سره ښه او مناسب چلند او د ګډو ګټو تر لاسه کولو پر بنسټ نظریې عملي کوي.