د چين د اورګاډي دولتي ګروپ: سږ کال به د ۳۳۰۰ کيلومترو په اوږدوالي پټلۍ پرانيزي
CMG2022/06/03 11:50:48
شريکول:

د چين د اورګاډي دولتي ګروپ د جون په دوهمه نېټه خبر ورکړی، چې په دې وروستيو کې يې ګوندي کمېټي په يوهتېلفوني کنفرانس ويلي، چې سږ کال به د ۳ زره او ۳ سوه کيلومترو په اوږدوالي د اورګاډي نوې پټلۍ پرانيزي.

د چين د اورګاډي دولتي ګروپ ويلي، چې د اورګاډي پټلۍ يې په لوړ معیار او ښه کیفیت جوړې کړي او د ریل پټلۍ څانګه به يې د کرونا وبا د مخنیوي او کنټرول او د ټرانسپورټ غوښتنو په نظر کې نيولو سره په ټرانسپورټي سیستم کې د ریل پټلۍ رول پیاوړی کړي.

د چين د اورګاډي دولتي ګروپ ويلي، چې سږ کال به د هېواد پر رېل پټليو ۳.۹ ميلیارډه ټنه توکي وليږدول شي، چې دا شمېر د تېر کال په پرتله ۵ سلنه زياتوالی ښيي.