روغتيا نړيوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۲۸۲۷۵۳۳۹ ته رسېدلی
CMG2022/06/03 11:29:23
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د جون په ۲مه نېټه يو تازه راپور خپور کړی، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر ځايي وخت د جون د ۲مې نېټې د مازديګر تر ۷ بجو او ۳۸ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې يوې ورځې په پرتله ۶۳۳ زره او ۱۷۱ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۲۸ میليونو، ۲۷۵ زرو او ۳۳۹ ته رسېدلی دی.

راپور وايي، چې په همدې مودې کې د دې ويروس له امله  ۱۴۳۷ مړه شوي او عمومي شمېر يې ۶ ميليونو، ۲۹۳ زرو او ۴۱۴ ته رسېدلی دی.