امريکا د تايوان په پلمه د چين په کورنيو چارو کې څرګندې لاسوهنې کوي، خو خامخا به ناکاميږي
CMG2022/06/03 12:18:08
شريکول:

د امريکا د تجارتي چارو مرستيال استازي سارا بيانچي د جون په لومړۍ نېټه د چين د تايوان سيمې له استازي سره ويډيويي ليدنه کړې او د امريکا او تايوان سيمې د ۲۱مې پيړۍ د تش په نوم سوداګريز وړانديز د پيل اعلان یې کړی دی. امريکا له تايوان سيمې سره د اقتصاد او تجارت په پلمه سياسي چارې تر سره کوي او په همدې لارې يې د چين د پرمختګ د مخنيوي هڅې پېل کړې دي.

امريکا له چين سره درې ګډې اعلاميې خپرې کړي، خو له يوې مودې راهیسې يې کړنې له يادو اعلاميو سره په ټکر او څرګندې سرغړونې کوي او دا کړنې به يې د دواړو هيوادونو اړيکې له لوی خطر سره مخ کړي.
 واشنګټن د چين او امريکا په دريو ګډو اعلاميو کې دا منلې، چې په نړۍ کې د چين په نوم يو هيواد شته او تايوان سيمه يې يوه برخه ده، د چين ولسي جمهوريت حکومت د چين يوازينی قانوني حکومت دی او ژمنه يې پکې کړې، چې له تايوان سيمې سره به يوازې غير رسمي اړيکې ساتي. په يادو اعلاميو کې دا هم څرګنده ده، چې د يو چين پيژندنې اصل د تايوان سيمې د بهرنيو اقتصادي همکاريو بنسټ دی.

 امريکا دا ځل غواړي، د تايوان له مقاماتو سره د ملي حاکميت په بڼه د رسمي تړون په هکله بحث وکړي، خو دغه هېواد په حقیقت کې د يو چين پېژنې له اصل څخه څرګندې سرغړونې او بې له شکه د تايوان خپلواکۍ غوښتونکو ته ناسمې نښې ورکوي.

امريکايي چارواکي يوه خوا ژمنې کوي، خو بل لور ته بيا خپلې ژمنې ماتوي او د تايوان چارو په اړه څو څو ځلې له خپلو ژمنو په شا شوي دي.

د پاملرنې وړ خبره دا ده، چې د تش په نوم ياد وړانديز له پيل يوه اوونۍ مخکې، د امريکا ولسمشر جو بايډن له جاپان څخه د ليدنې په وخت کې تش په نوم د اندوـ پاسيفيک اقتصادي چوکاټ اعلان کړی او د اړوندو هېوادونو تشويشونه يې راپارولي دي.

د امريکې موخه دا ده، چې د سیمې هيوادونه د توليداتو د عرضې په ځنځير کې له چين سره اړيکې پري کړي او د ډيجيټلي اقتصاد، د توليداتو د عرضې ثابت ځنځير، د پاکو انرژيو د بنسټيزو تاسيساتو او د فساد ضد د مبارزې برنامې يې جوړې کړې دي.

 د امريکا او تايوان سيمې د ۲۱مې پيړۍ تش په نوم سوداګريز وړانديز کې راغلي، چې دواړه خواوې به د ډيجيټل سوداګرۍ، ګمرکاتو ته د اسانتياوو برابرولو او د فساد ضد مبارزې په شمول ځينو چارو کې نږدې همکارۍ وکړي.

ياد وړانديز د اندوـ پاسيفيک اقتصادي چوکاټ کې د تايوان د نه شامليدو وروسته د تايوان سيمې د مين جين ګوند د چارواکو لپاره تش په نوم د زړه تسکين جايزه ده.

 امريکا نيت لري، چې په اسيا کې د کوچني اقتصادي چوکاټ د جوړولو سره هممهاله تايوان هم وکاروي او دا تش په نوم وړانديز یې په حقيقت کې د اقتصادي او تجارتي همکاريو په پلمه د چين د پرمختګ او اتحاد مخه نيسي.

د تايوان چارې د چين په مرکزي ګټو پوري تړاو لري

همدا د چين او امريکا تر منځ په اړيکو کې تر ټولو مهمه، حساسه او مرکزي مسئله ده. چين په څرګنده ويلي، که د تايوان مسئله په ناسمه توګه حل شي، نو د دواړو هېوادونو پر اړيکو به بدې اغيزې ولري.

 د بايډن په مشرۍ امريکا حکومت له پيل راهيسې څو څو ځلې د يو چين پيژنې پر تګلارې ټينګار کړی او د تايوان له خپلواکۍ څخه يې ملاتړ نه دی کړی، خو حقيقت بيا برعکس دی.

د امريکا بهرنيو چارو انټوني بلينکن له چين سره د تګلارو د يادولو په وخت کې د تايوان سيمه لمسولې، چې نړيوالې اړيکې پراخې کړي.

د امريکا د پارلمان غړو له تايوان سيمې څخه ليدنې کړي او اوس يې تش په نوم د ۲۱مې پيړۍ د سوداګريز وړانديز د پيل اعلان کړی دی.

امريکا د تايوان مسئلې په برخه کې پر له پسي بدنامې کړنې تر سره کوي او د تايوان تنګي سولې او ثبات ته زيانونه رسوي.

حقیقت دا دی، چې امريکا د تايوان مسئلې څخه کار اخلي او په همدې پلمه د چين د پرمختګ مخه نيسي، خو خامخا به ناکاميږي، ځکه چين به هرومرو يو موټی کيږي.