د چين د صادراتي توکو جوړښت نور هم ښه شوی
CMG2022/06/03 11:49:12
شريکول:

د چين بهرنۍ سوداګرۍ په تېرو لسو کالونو کې په لوړ کيفيت پرمختګ کړی او د صادراتي توکو جوړښت يې ډېر ښه شوی دی.

د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې د چين د صادراتو اندازه ۲۱.۷۳ ټریلیونو يوانو ته رسيدلې، چې په دې جملې کې يې د ګرځنده ټېلیفونونو او کمپیوټرونو په شمول د بريښنايي توليداتو د صادراتو اندازه ۱۲.۸۳ ټريليون يوانه ښودل شوې، چې دا د دې هيواد په صادراتو کې نژدې ۶۰ سلنه نيسي.

چين خپل عمده صادراتي توکي له دوديزو توليداتو څخه په لوړو تخنيکي توليداتو بدل کړي او د صادراتي توليداتو کيفيت، درجه او ارزښت يې په پرله پسې ډول ښه شوی دی.