هغه امریکايي سياستوال چې وايي چينايانو ته درناوی لري، واقعا دروغ وايي
CMG2022/06/04 11:33:09
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په دې وروستيو کې د چين په اړه يوه وينا کې ويلي، چې امريکا د چين له کمونېست ګوند او حکومت سره ډېر توپيرونه لري، خو دغه توپيرونه يوازې د دواړو هېوادونو د حکومتونو او نظامونو په منځ کې موجود دي او د خلکو په منځ کې نشته. د دې ترڅنګ هغه همدرانګه ويلي، چې د چينايانو لاسته راوړنو، کلتور او تاريخ ته درناوی  لري.

له يادو خبرو څخه د دغه وزير رياکارانه څېره ښکاريږي. امريکايي سياستوال تل دروغ وايي او غواړي، چې له دې لارې د چين پر کمونېست ګوند تور ولګوي او د دې ګوند او چينايانو ترمنځ ښې او نژدې اړيکې خرابې کړي. د دوی هغه دروغ، چې تش په نوم چينايانو ته درناوی کوي، د باور وړ نه دي. چينايان او نړيواله ټولنه به همدغه درواغ ونه مني.

که امريکايي سياستوال په واقعي توګه چينایانو ته درناوی  کوي، نو دوی دې د چيني خلکو له خوا انتخاب شوې پرمختيايي لارې، سياسي نظام ، او د چين کمونېست ګوند ته هم درناوی وکړي، چې د پراخو چينايانو د بنسټيزو ګټو استازيتوب کوي. د دې ترڅنګ دوی دې پر دغه ګوند تورونه  نه لګوي.

رښتيا ده، چې انتوني بلينکن لاهم سیاسي لوبه کوي، چې د دې هېواد د بهرنيو چارو پخواني وزير مايک پومپيو هم کوله. دوی پر دې ښه پوهيږي، چې د چين د سياسي نظام د بدلولو توان نه لري، نو غواړي چې د چين د کمونېست ګوند او خلکو ترمنځ ښې اړيکې خرابې کړي، خو د دوی دسيسه به خامخا ناکامه شي. دا د بلينکن لپاره لازمه ده، چې د امريکا د لوړې کچې ديپلومات په توګه دې د چین په اړه تاريخ مطالعه کړي.

څه باندې سل کاله دمخه د چين کمونېست ګوند له خپل زيږون راهيسې ژمنه کړې، چې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکوي او خپلې ځانګړې ګټې به نه ساتي. دغه ګوند د نوي چين د جوړولو او د سوسياليستي چارو د ابادۍ لپاره د خپلو خلکو رهبري  کړې او بيا يې د ورخلاصون او اصلاحاتو د تګلارو د غوره کولو، د یوې شتمنې ټولنې د هر اړخيزې ابادۍ او د خلکو د ګډو شتمنېدو لپاره يې هڅې کړې دي. د چين د کمونېست ګوند د هڅو او کوښښونو موخه  دا ده، چې چينايان نېکمرغه ژوند ولري. څه باندې اته سوه مليونه چینايان له بې وزلۍ څخه وتلي دي. په ورته وخت کې په چین کې د هر تن په سر د خلکو عايد له لسو زرو امريکايي ډالرو څخه اوښتی او په نړۍ کې تر ټولو لویه منځني عايدات لرونکې ډله او د ټولنيز ضمانت سيستم جوړ شوی دی. دغه ګوند د خپلو عملياتو له لارې هغه ژمنه پوره کړې، چې د خلکو له خوا د نېکمرغه ژوند د لرلو لپاره هڅې وکړي. له دې څخه بيا ښکاريږي چې ولس ته پاملرنه کول د دې ګوند طبيعت دی، چې په نړۍ کې تر ټولو لوی واکمن ګوند ګڼل کيږي.

د هاروارډ پوهنتون د سروې له مخې د چين له کمونېست ګوند او حکومت څخه د چينايانو رضايت هر کال په سلو کې ۹۰ ته رسېدلی دی. دغه راز په نړۍ کې د عامو اړيکو د ټولپوښتنو تر ټولو لوی شرکت ايدلمن راپور خپور کړی، چې له مخې يې تېر کال پر حکومت د چينايانو باور په سلو کې ۹۱ ته ورسېد، چې دغه رقم د نړۍ په اړونده برخه کې لومړی مقام نيولی دی. دا ثابتوي، چې د چين کمونېست ګوند د خلکو سم انتخاب دی.

د دې ترڅنګ نړيوالې ټولنې هم په عادلانه توګه د دې ګوند او خلکو ترمنځ د اړيکو ارزونه  کړې ده.

د يونان د بهرنيو چارو پخواني وزير جورج کاتروګالوس ويلي ، چې د چين کمونېست ګوند تل له چينايانو سره يو ځای شوی دی او د هر تن د ښې راتلونکې د برابرولو لپاره يې هڅه کړې او کوي يې. د بريټانيا د ټولنيزې اکاډمۍ غړی مارتين البولو هم په دې اند دی، چې د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د چينايانو له خوا د پرمختګونو د موندلو راز دا دی، چې دغه ګوند تل د زړه له تله د خلکو لپاره پر خدمتونو ټينګار کړی او کوي يې.

د چين د کمونېست ګوند او  چيني خلکو ترمنځ د اړيکو د خرابېدو لپاره د امريکايي سياستوالو لمسون به خامخا ناکام شي. دوی دې د خپل هېواد پر ستونزو تمرکز وکړي او د امريکايانو د باور تر لاسه کولو لپاره دې هڅې وکړي.