د چين په مرسته د ګوادر بندر په ختيځ کې جوړه لاره پرانيستل شوه
CMG2022/06/04 12:06:56
شريکول:

 د پاکستان د ګوادر بندر په ختيځ کې د چين په مرسته جوړه لاره د جون په درېيمه نېټه پرانيستل شوه، چې پدې توګه له بهر سره ګوادر بندر نښلول شوی دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د دغې لارې د پرانيستلو مراسمو ته په وينا کې دغه لاره د چين لخوا جوړه باکيفيته لاره بللې او ويلي يې دي، چې د دې لارې په پرانيستلو سره د ګوادر بندر او کراچۍ ترمنځ ترانسپورتي دهليز  رغول شوی دی.

نوموړي زیاته  کړې، چې چين د دې پروژې د ډيزاينولو او جوړولو پر مهال د ځايي کب نيوونکو د ګټو او د پاکستان د طبيعي چاپيريال ساتنې ته ډېره پاملرنه کړې او هيواد به يې هڅه وکړي، چې د ګوادر بندر د جوړولو کارونه لاچټک کړي.

ياده لاره له ګوادر بندر څخه پيل او په پای  کې د پاکستان له ۱۰م نمبر لارې سره نښلیږي او اوږدوالی يې ۱۹.۴۹کيلومترو ته رسیږي.