د پاکستان د مطبوعاتو وزيرې اورنګزيب د جون په درېيمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ټي ټي پي يعنې د پاکستاني طالبانو د بې پايانه اوربند په اړه هرکلی څرګند کړ.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو تر منځ خبرې اترې له ۲۰۲۱م کال څخه پيل شوې،د دغه هېواد د ملکي او نظامي چارو استازو په خبرو اترو کې ګډون کړی او د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو تر منځ همغږي کړې.
نوموړې ويلي، چې د دواړو خواوو تر منځ د اوربند تړون د اصلي پلان له مخې د روان کال د مې په ۳۰مې نېټې پای ته رسېدلی، خو د ټي ټي پي د بې پايانه اوربند تړون اعلان کړی، ځکه چې دواړه خواوې د سوله ايز تړون لپاره هلې ځلې کوي.