په امریکا کې د ښوونځي د ډزو له پېښې وروسته، د وسلو شرکتونو اسهام لوړ شوي
CMG2022/06/04 10:35:24
شريکول:

وروسته له هغه، چې د امريکا د تکساس ایالت د يوالډي ښار په يوه ښوونځي کې د ډزو پېښه رامنځ ته شوه، په دغه هېواد کې د وسلو توليدوونکو شرکتونو د اسهامو بيه ډېره لوړه شوې ده. کارپوهان وايي، چې د ډزو سختې پېښې ښايي د وسلو د زیات پلور سبب وګرځي، ځکه خلک تشويش لري، چې د وسلو پر پلور د بنديز لګولو لپاره به فرمان اعلان شي.

د نيويارک پوهنتون د سټيرن بیسنيس پوهنځي پروفیسر رسل وينر پدې اړه وويل، چې هرکله د تېرې اوونۍ د ډزو د پېښې په شان تراژيدي رامنځته شي، خلک د وسلو پر پلور د احتمالي بنديزونو له امله اندېښمن  کیږي او دا همغه وخت دی، چې وسلو ته تقاضا زياتيږي.

تېره اوونۍ د يوالډي ښار په يوه ښوونځي کې د ډزو يوه پېښه رامنځ ته شوه، چې له امله يې ۱۹ ماشومان او ۲ استاذان ووژل شول. له دې پېښې وروسته د امريکا د سميس وېسون په نوم د وسلو شرکت د اسهامو بيه ٪۱۲ لوړه شوې او د سټرم روګر  شرکت د اسهامو بيه لږترلږه ٪۶.۶ زیاتوالی ښيي.