په مې مياشت کې د چين د پوستې لېږدونې چارو د پرمختګ ګراف د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ 11.6 زيات شوی
CMG2022/06/04 12:43:31
شريکول:

د چين د پوستي چارو ادارې د جون په ۳مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د مې مياشتې لپاره د پوستې لېږدونې چارو د پرمختګ د ګراف راپور خپور کړ.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۲م کال په مې مياشت کې د چين د پوستې لېږدونې چارو پرمختګ ګراف ۲۶۸اعشاريه ۲ ته رسېدلی ، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱اعشاريه ۶سلنه زيات شوی دی. د اپريل په پرتله د دغو چارو پيمانه اعاده شوې، کيفيت يې ښه شوی او د لېږدونې کارونه يې ډېر ښه شوي دي.