چين به خپل فضايي ستېشن د ملي فضايي لابراتوار په توګه اباد کړي
CMG2022/06/04 12:14:40
شريکول:

 د چین انسان سپیس انجینرۍ دفتر چارواکي لين شي چيانګ د جون په څلورمه د دغه هېواد د (شنجو ۱۴م نمبر) فضايي دندې په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې ستورمزلي او ساينسپوهان به يې د دې نوې فضايي دندې پر مهال له يوه مرکزي موډول (core module) او دوو لاب کیپسولونو(lab capsule) څخه په استفادې د خپل فضايي ستېشن د جوړولو کارونه بشپړ کړي او پدې اساس به خپل ملي فضايي لابراتوار اباد کړي.

دغه راز ده زیاته کړه، چې هغه ۳ چيني ستورمزلي، چې د جون په پنځمه نېټه به د يادې نوې فضايي دندې لپاره فضايي ستېشن ته واستاول شي، د خپلې دندې پر مهال به له فضايي ستېشن څخه چيني ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته انلاين فضايي درسونه ورزده کړي.