انټونيو ګوټريس له اړوندو خواوو غوښتي،له ډېپلوماتيکو لارو د اوکراين جګړه ختمه کړي
CMG2022/06/04 12:48:20
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس د جون په درېيمه نېټه د اوکراين او روسیې تر منځ د جګړې د سلو ورځو په هکله يوه اعلاميه خپره کړه او  پکې يې څرګنده کړه، چې په دغه جګړه کې په زرګونو کسان وژل شوي، سخت زيانونه رامنځته شوي، په ميليونه کسان بې کوره شوي، د غلو دانو، انرژيو او پولي چارو په دريو برخو کې نړيوال بحرانونه روان دي او په دې جګړه کې بې ګناه خلک، هېوادونه او اقتصاد  تر سختو اغېزو لاندې دي.

نوموړي له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کړې، چې سمدستي زور زياتی پای ته دې ورسوي، هغه کسان  چې مرستو ته اړتيا لري، بې له خنډه بشري مرستې دې  ورته ورسیږي، د جګړې په ځايونو کې دې اوسيدونکي خوندي ځايونو ته ولېږدول شي او د نړيوالو اصولو له مخې دې د ملکي وګړو امنيت تامين کړي او د ملکي وګړو د حقونو درناوی دې وکړي.

نوموړي وويل، چې ملګري ملتونه د بشري چارو لپاره هلې ځلې کوي، خو د دغې جګړې ختمول، خبرو اترو او ډيالوګ ته اړتيا لري.