په امريکا کې د بېکارۍ کچه له کرونا وبا مخکې مودې لوړه ده
CMG2022/06/04 12:07:12
شريکول:

 د  امريکا د کار وزارت تازه شمېرنه ښيي، چې  په دغه هېواد کې د روان کال د مې مياشتې د بېکارۍ کچه د درېيمې مسلسلې مياشتې لپاره ٪۳.۶ ښودل شوې، چې له کرونا وبا مخکې مودې هم لوړه ده.

د شمېرنې له مخې، په امریکا کې د تېرې مې مياشتې د بېکارۍ کچه د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په پرتله ٪۰.۱ لوړوالی ښيي او د بېکاره کسانو شمېر يې ۳۰۰زره تنه زیات دی، دغه راز د هغو کسانو شمېر، چې د بېکارۍ وخت يې له ۲۷ اوونيو اوښتی، له کرونا وبا مخکې تر مودې ۲۳۵ زره تنه زيات شوی دی.

شمېرنه همدارنګه ښيي، چې په تېرې مې میاشتې کې له زراعت پرته نورو مسلکونو کې ۳۹ امريکايان نوي په دندو ګومارل شوي، چې د تېرې اپريل مياشتې په پرتله څه کموالی ښيي. شنونکي پدې باور دي، چې په تېرې مې مياشتې کې له زراعت پرته نورو مسلکونو کې د نویو ګمارل شویو کسانو شمېر د ۲۰۲۱م کال له اپريل راهيسې تر ټولو ټيټې سويې ته رسېدلی او دا  ښیي، چې په راتلونکو څو مياشتو کې ښايي د امریکې په اقتصادي وده کې نور هم کموالی راشي.