ښايي د روسیې او اوکراين د جګړې تر منفي اغېزې لاندې د غلودانو بحران راتلونکي کال هم دوام وکړي
CMG2022/06/04 12:46:33
شريکول:

د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت سازمان د جون په درېيمه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه، چې سره له دې چې د خوړو د بيې ګراف ټيټ شوی، خو د غنمو او غوښو د بيې ګراف لوړ شوی دی. د ياد سازمان عالي اقتصاد پوه ماکسيمو ټوريرو ويلي، چې ښايي د روسیې او اوکراين تر منځ د جګړې تر منفي اغېزې لاندې د غلودانو بحران راتلونکي کال  هم دوام وکړي.

د دغېشمېرنې له مخې، سره له دې چې د هند او امريکا په شمول د ځينو هېوادونو د کرهنيزو توليداتو حالت ښه شوی او عرضه يې زياته شوې ده، خو روسیه او اوکراين، چې نړۍ ته د غلودانو او کود د عمده صادرونکو هېوادونو په نوم پېژندل کیږي، د جګړې په حال کې دي، نو اټکل کېږي، چې د غلو دانو بيې به په دوامداره توګه  لوړې شي.