چين د انسان وړونکې فضايي پروګرام دفتر د جون په پنځمه نېټه اعلان وکړ، چې د همدې ورځې د سهار په لسو بجو او ۴۴ دقيقو يې په برياليتوب سره فضا ته د شن جو ۱۴ نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ وتوغوله.
دا د چين د فضايي سټېشن د جوړېدو په پړاو کې د فضايي بېړۍ دوهم پرواز او هم لومړۍ انسان وړونکې دنده ده. د دغې دندې په جريان کې به د تيان هه کليدي برخې، د ون تيان او منګ تيان په نوم د لابوراتوارونو په شمول د تيان ګونګ فضايي سټېشن او دولتي فضايي لابوراتوار جوړ کړي.
د چن دونګ، ليو يانګ او څای شيو جه په شمول دری ستورمزلي به ياده دنده تر سره کړي. ستورمزلي چين دونګ د جون په څلورمه خبري رسنيو ته ويلي، چې د يادې دندې د تر سره کولو لپاره يې پوره تياريانې نيولي او پر برياليتوب پوره باور لري.