د فلسطين او فرانسې ولسمشرانو د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د وضعيت په هکله تليفوني خبرې وکړې
CMG2022/06/05 13:10:00
شريکول:

 

د فلسطين ولسمشر محمود عباس د جون په څلورمه نېټه د فرانسې له ولسمشر ايمانویل ماکرون سره د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د وضعيت په هکله تليفوني خبرې وکړې. عباس پر اسرائيلو نيوکه کړې، چې له

 لاسليک شوي تړون او کړې ژمنې څخه يې سرغړولی دی او ويې ويل چې اوسنی وضعيت د منلو وړ نه دی. ماکرون وويل، چې فرانسه به د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې وکړي او د يادو خواوو ترمنځ د امنيتي وضعيت د شدت د مخنيوي لپاره به له نړيوالې ټولنې سره ګډې هڅې وکړي.

 د روان کال د مارچ له وروستۍ لسيزې راهيسې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ شخړې سختې شوي دي. اسرائيلي پوځ د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د فلسطينيانو د نيولو لپاره عمليات تر سره کړي، چې له دې کبله د دواړو خواوو ترمنځ شخړه ډېره شوې ده.