سيرګي لاوروف: لويديځ اوکراين ته له روسيې سره د خبرو اترو اجازه نه ورکوي
CMG2022/06/05 11:52:18
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د جون په څلورمه نېټه له رسنيو سره د  خبرو پر مهال وويل، چې لويديځ اوکراين ته له روسيې سره د خبرو اترو اجازه نه ورکوي. نوموړي وويل، چې په اروپا کې د ژوند سويه ټيټه شوې، د پيسو پاړسوب زيات شوی او اقتصادي وده د کمېدو په حال کې ده، ډېر خلک د بېوزلۍ له ګواښ سره مخامخ دي، خو له دې سره سره بيا هم په لسګونه مليارډونه امريکايي ډالر او يورو اوکراين ته ورکړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د هېواد بودجه به يې د نفتو پر صادراتو د اروپايي ټولنې د بنديزونو له امله زيانمنه نه  شي، ځکه  پر نورو بازارونو د روسيې د نفتو پلور زيات شوی او په ۲۰۲۲م کال کې به د دغه هېواد د نفتو د صادراتو ګټه په لويه اندازه زياته شي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د جون پر درېيمه د یوې اعلاميې په خپرولو سره امریکا وغندله، چې هغه څلور چورلکې يې د قرارداد له مخې افغانستان ته نه دي سپارلې، بلکې اوکراين ته يې ورکړي دي.

بل لوري ته له روسيې سره د خبرو اترو لپاره د اوکراين د مرکچې پلاوي مشر اراهاميا د جون پر درېیمه وويل، چې اوکراين له نړيوالو ملګرو څخه د ځاني دفاع لپاره کافي وسلې ترلاسه کولی شي، د اوکراين وسله وال ځواکونه له دغو وسلو استفادې ته چمتو شوي او ښايي له څه مودې وروسته د نوي پړاو مذاکرات پيل کړي.