د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړو له کبله د انرژیو او لويو محصولاتو بيې لوړې شوي او په څو اروپايي هېوادونو کې انفلاسيون رامنځته شوی او د خلکو ژوند زيانمن شوی دی. د المان د نوې سروې له مخې نيمایي المانیان له ياد حالت سره د مقابلې لپاره خپل لګښتونه کموي.
د المان عامه راډيويي اتحاد د مې له دېرشمې څخه د جون تر لومړۍ پورې د ۱۳۳۷ المانانو په منځ کې دغه سروې تر سره کړې، چې د نتيجې له مخې يې ۴۷ سلنه المانیان تر زياتې اندازې پورې د خپل ژوند لګښت کموي.
.د اروپايي ټولنې د احصائيي ادارې شمېرنه ښيي، چې د مې په مياشت کې د المان انفلاسيون په سلو کې اته اعشاريه اووه و
(غاټول)