امريکا په پټه د روسيې تيل زېرمه کوي
CMG2022/06/05 14:34:38
شريکول:

د اروپايي ټولنې کمېټې د امريکا تر پر له پسې فشارونو لاندې د جون پر درېيمه پر روسیې د شپږم پړاو بنديزونه اعلان  کړل، چې د تيلو له صادرولو څخه منع کول پکې شامل دي. دغه تدبيرونه سمدستي نافذ شول.

امريکا د روان کال د مارچ له پيل څخه د روسيې پر تيلو، طبيع ګازو او سکارو د بنديزونو اعلان  وکړ او پر اروپايي ټولنې يې فشار  واچاوه، چې پر روسیې  دې بنديز ولګوي،  خو د تازه شمېرنې له مخې، امريکا په تېرو څو مياشتو کې په پټه توګه له روسیې څخه د ډېرې اندازې تيل وارد کړي  دي.

د امريکا د ملي کانګرس وياند نيډ پريس د اروپايي ټولنې د يادو بنديزونو هرکلی کړی او ويلي يي  دي، چې موږ د اروپايي ټولنې د ملګرو ستاينه کوو، چې پر روسیې یې بنديزونه  ولګول او د انرژيو په متنوع کولو سره یې د روسیې په تيلو او طبيعي ګازو باندې تکيه  کمه  کړه.

د روسیې بهرنيو چارو وزارت د اروپايي ټولنې د نويو بنديزونو په هکله د يوې اعلاميې په خپرولو سره  وویل، چې اروپايي ټولنه د امريکا او ناټو د جيوپوليتيکس غوښتنې لپاره د روسیې د مخنيوي وسيله ګرځېدلې ده. په حقيقت کې اروپايي ټولنې د روسیې د تيلو او نفتو د لېږنې مخنیوی کوي،  خو پایله به دا وي ، چې د تيلو بيه لا نوره لوړه شي، د اروپايي ټولنې اقتصاد او د انرژيو خونديتوب به يې لا خراب شي او د ټولې نړۍ د غلودانو بحران به سخت شي. 

پر روسیې د بنديزونو په زياتوالي سره د اروپايي ټولنې اقتصاد له ډېرو ستونزو سره مخ  دی. د اروپايي ټولنې کمېټې څه موده مخکې د اقتصادي لرليد راپور خپور کړی او پکې يې اټکل کړی، چې په روان او راتلونکو دوو کلونو کې به د اروپايي ټولنې اقتصادي وده تر اټکلي پلان ټيټه وي او د روان کال د پيسو پړسوب اندازه به يې ۶اعشاريه ۸ سلنې ته ورسيږي، چې په تاريخ کې به تر ټولو لوړه وي.  امريکا په خپله مسئلې جوړې کړې، خو اروپايي ټولنه به یې ترخه پایله ګوري.  

امريکا د اروپايي ټولنې د لمسون په وخت کې په پټه توګه په خپله له روسیې څخه انرژي وارده کړې ده. په ظاهري شکل امريکا د مارچ پر اتمه اعلان وکړ، چې له روسیې څخه به د تيلو، طبيعي ګازو او سکارو واردول ختم کړي او اروپايي ټولنه یې ولمسوله، چې همدا چاره  تر سره کړي، خو په حقيقت کې امريکا په پټه توګه له روسیې څخه د تيلو د واردولو اندازه ډېره زياته کړې وه.

د روسیې د سپوټنيک نيوز اېجنسې د جون په لومړۍ خبر ورکړ، چې امريکا ته د تيلو د برابروونکو هېوادونو په لېست کې د روسیې مقام ډېر لوړ شوی دی. په تېر مارچ کې روسیه د امريکا له نهم تيل برابرونکي هېواد څخه شپږم ځای ته لوړه شوې او په دغه مياشت کې له روسیې څخه امريکا ته د تيلو د صادراتو اندازه نژدې يو  چند زياته  شوې، چې ۴ميليونه ۲۱۸ زرو بيلرو ته رسېدلی  ده. 

بله خوا د روسیې او اوکراين تر منځ د جګړې له پيل راهيسې هند په ټيټه بيه له روسیې څخه زيات اصلي تيل وارد کړي، خو دغه اصلي تيل په پای کې د امريکا بازار ته رسېدلي دي .

د والسټريټ ورځپاڼې د خبر له مخې، تجارانو د روسیې له نفتو  سره نور د سون مواد ګډ کړي او تېل یې ترې ایستلي ، تر څو د اصلي نفتو ريښتنې سرچينې  پټې کړي او د روسیې تيل په بازار کې وپلورل شي. محتاط تجارانو هڅه کړې، چې د نامعلوم منزل په توګه د روسیې د تيلو اخيستلو چارې تر سره  کړي، تر څو له روسیې سره د تيلو سوداګريزې اړيکې منع کړي. د خبر له مخې، د روسیې نفتي توليدات په تېره مياشت کې د امريکا نيويارک او نيو جيرسي ايالت ته لېږل شوي  دي.

د شنونکو په نظر، د امريکا د دغو کړنو له امله په دغه هېواد کې د  تیلو بیې ډېرې لوړې شوي دي. د امريکا د موټرو ټولنې د شمېرنو  له مخې، د جون پر درېيمه د امريکا د تيلو منځنۍ بيه بيا نوي ريکارډ ته رسېدلې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځينو مامورينو غوښتي، چې پر روسیې لا سخت بنديزونه ولګوي، خو د امريکا د ماليې وزارت ځينې مامورين په دې نظر دي، چې پر روسیې د مالي بنديزونو پر بنسټ له روسیې څخه د اصلي نفتو واردولو ته اجازه ورکړي، تر څو د امريکا په دننه کې اقتصادي فشارونه کم کړي.

د چين د نړيوالو مسئلو د څېړنې انسټيټيوټ د بې وسلې او د نړيوال خونديتوب د څېړنې مرکز د منشي تنګ جيان چون په تحليل کې راغلي، چې امريکا غواړي د اوکراين بحران له لارې اروپا کنټرول کړي او  خپل جيوپوليتيکس او سوداګريزې ګټې  تر لاسه کړي.