د چين د فضايي سټېشن په جوړېدو سره به په راتلونکې کې د ستورمزلو د لېږلو لپاره لازياتو انسان وړونکو فضايي بېړيو ته اړتيا پیدا شي. اوس پوښتنه دا ده، چې دغه ډول بېړۍ څه شکل لري؟
دا د شن جو انسان وړونکې فضايي بېړۍ ده، چې په بېجينګ کې د چين په دولتي موزيم کې نندارې ته وړاندې کيږي او په دغه هېواد کې يوازينۍ انسان وړونکې فضايي بېړۍ هم ده، چې په عمده توګه يې د ستورمزلو د لېږد رالېږد دنده تر سره کوي.
دغه ډول بېړۍ پر درېیو برخو ويشل کيږي، چې د مدار ماډل، د بېرته راستنېدو ماډل او د پروپولښن ماډل څخه جوړيږي، لوړوالی يې نهه متره، وزن يې څه باندې اته ټنه او قطر يې ۲.۸ متره دی.
(غاټول)