فضا ته د چين د شن جو د ۱۴نمبر انسان وړونکې بېړۍ د ستورمزلو د سفر د پيل مراسم د جون په پنځمه نېټه د ګان سو ولايت د جيو چوان ښار د سپوږمکۍ د توغولو په مرکز کې تر سره شول.
ستورمزلي چن دونګ، ليو يانګ او څای شيو جه به د چين په فضايي ستېشن کې د شپږو مياشتو لپاره پاتې وي او فضايي او علمي دندې ترسره کړي.