وانګ يي: د جنوبي ارام سمندر له ټاپو هېوادونو سره د چین همکارۍ د کوم هېواد پر وړاندې نه دي
CMG2022/06/06 12:13:27
شريکول:

د چین د دولتي شورا غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د جنوبي ارام سمندر له ټاپو هېوادونو څخه تر سفر وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل، چې له دغو ټاپو هېوادونو سره د چین همکارۍ د کوم هېواد پر ضد  نه دي.

نوموړي په دغه سفر کې د ۱۰ ټاپو هېوادونو له ۱۷ مشرانو او څه باندې ۳۰ وزیرانو سره د نظر ژورې تبادلې کړې دي.

د جنوبي ارام سمندر ټاپو هېوادونه د پرمختګ او همکاريو هيله ښودلې او چين له سیاسي شرایطو پرته د شفافو همکاريو لاس ورکړی دی.

وانګ يي يادو ټاپو هيوادونو ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او و يې ویل، چین به له دغو ټاپو هېوادونو سره د اقلیمي بدلون پر وړاندې همکارۍ او د تولیداتو د چمتو کولو په شمول د ځینو صنایعو د هڅولو او د سمندري سرچېنو د استخراج لپاره ورسره مرستې وکړي. (هیله)