شي جين پينګ د ۲۰۲۲م کال د چاپيريال نړيوالې ورځې په مناسبت د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2022/06/06 21:17:08
شريکول:

د چين د ۲۰۲۲م کال د چاپيريال ورځې په وياړ ملي فعاليت د جون په پنځمه نېټه د دغه هېواد د لياونينګ ولایت په شن يانګ ښار کې ترسره شو. د چين د کمونېست ګوند، د دولت رئيس او مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ دغه فعالیت ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

نوموړي په دې پيغام کې وويل، چې ايکولوژيکي چاپيريال د انسانانو د ژوند او پرمختګ بنسټ دی او ساتنه يې د بېلابېلو هېوادونو د خلکو ګډه هيله ده. نوموړي له ټولې ټولنې څخه غوښتنه وکړه، چې د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې مفکوره خپره او عملي کړي، څو راتلونکو نسلونو ته شين اسمان، زرغونې ځمک ، پاکې اوبه او ښکلی وطن په ميراث پرېږدي.