څوک د نړۍ له ترينګلي وضعيت ګټې پورته کوي؟
CMG2022/06/06 14:27:39
شريکول:

د اروپايي ‌ټولنې د کميسيون مشرې ون ديرلین د مې په ۳۱مه نېټه ويلي، چې د دغې ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو مشران پر روسيې د ۶م پړاو د بنديزونو په اړه هوکړې ته رسيدلي دي.

ون در لين ويلي، چې د روان کال له پای مخکې به د روسيې پر ٪۹۰ نفتو بنديزونه ولګوي او دغې پرېکړې يې د نړيوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړې ده.

بي بي سي په يوه راپور کې ويلي، چې د لويديځو هېوادونو پړاویزو بنديزونو د روسيې او اوکراين ترمنځ اوربند ته لار هواره نه کړه، خو د اروپايي ټولنې داخلي مخالفتونه يې ښه سم په ډاګه کړل او په نړيوال بازار کې يې د انرژۍ بيې هم ‌ډېرې لوړې کړې دي.

د انرژۍ نړيوال پروګرام مشر فتح بيرول ويلي، چې امريکا او اروپا په روان دوبي کې د نفتو، ګازو او بريښنا د عرضې له سختو فشارونو سره مخ دي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې په نړۍ کې ښايي د نفتو يو داسې سخت بحران رامنځه شي، چې له نړيوالو به د تېرې پېړۍ د ۷مې لسيزې کړکېچ هېر کړي.

د امريکا اې پي اژانس ويلي، چې اروپايي ټولنه پر روسيې د ۷م پړاو بنديزونو پر بحثونو بوخته ده او ښايي په راتلونکو څو اوونيو کې پر دغه هيواد نوي بنديزونه ولګوي او په دغو بنديزونو کې د روسيې پر ګازو د بنديز لګولو امکان هم شته دی.

د هنګري صدراعظم اوربن ويکټور ويلي، چې هېواد يې تيار نه دی، چې د روسيې د ارزانو طبيعي ‌ګازو پر ځای له امريکا څخه په لوړه بيه ګاز واخلي.

د مې په ۳۱مه نېټه يعنې د روسیې پر نفتو د اروپايي ټولنې د احتمالي بنديزونو د خبر په خپرېدو سره هممهاله د برينټ (Brent) د هر بيلر اومو نفتو بيه ۱۲۲.۸۴ امريکايي ډالرو ته او د امريکا د ډبليو ټي ايي (WTI) د هر بيلر اومو نفتو بيه ۱۱۶.۸۷ امريکايي ډالرو ته لوړه شوې، چې دا رقم له تېرو دوولسو اوونيو راهيسې تر ټولو لوړې کچې  ته رسيدلی دی او د دې تر څنګ د اروپايي ټولنې د انفلاسيون يا پيسو پړسوب هم ٪۸.۱ ته پورته شوی دی.

د امريکا اې پي اژانس په اشارې ويلي، چې اروپا د ژوند د سربيې له بحران سره مخ شوې ده.

امريکا د مارچ په پيل کې د روسيې پر نفتو بنديز لګولی او په دې برخه کې يې خپل اروپايي ملګري هم هڅولي دي، خو شمېرنې ښيي، چې دغه هېواد د بنديزونو د نافذېدو په ۴۵ ورځو کې د روسيې ډېر نفت زېرمه کړې دي.

 د امريکا د انرژۍ معلوماتي ادارې تازه شمېرې ښيي، چې روسيه په تېر مارچ کې د امريکا د اومو نفتو شپږم لوی برابروونکی هېواد و، حال دا چې پخوا روسيه د امريکې د نفتو په زېرمې کې نهم ځای نيولی و.

د غلو  دانو کړکېچ

په نړۍ کې د نفتو د بيو د لوړېدو ترڅنګ، د غلو دانو د عرضې ستونزه هم راپورته شوې او نړيوال يې اندېښمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټریس تېره مياشت خبرداری ورکړ، چې ګرده نړۍ به د غلو دانو له کمبود سره مخ شي.

د خواړو نړيوال سازمان د مې په ۱۹مه نېټه ويلي، چې د انرژۍ او غلو دانو سخت کړکيچونه به په ګردې نړۍ کې يو ميليارډ او ۷۰۰ ميليونه وګړي سخت وځپي او ۳۲۳ ميليونه وګړي به له سختې لوږې سره مخ کړي.

څوک د نړۍ د غلو دانو بيې کنټرولوي؟

ايکونمسيټ مجلې د غلو دانو د نړيوال بحران او په نړۍ کې د امريکا د انفلاسيون او د حبوباتو د بيو د کنټرول ترمنځ اړيکو ته په اشارې ويلي، چې امريکې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د نړۍ په ګڼو هېوادونو او سيمو کې د کرنيزو چارو انحصاري ډلې روزلې دي.

دغه هېواد د ۲۰مې پېړۍ له ۵مې لسيزې راهيسې په پرمختيايي هېوادونو کې تش په نوم زرغون اصلاحات راوستلي، پرمختيايي هېوادونو ته يې اصلاح شوي تخمونه، قيمتي سرې او کرنيزه ټېکنالوژي ورکړې، خو د دغو تخمونو د روزلو او د سرو د توليد تخنيکونه يې نه دي ور زده کړي، نو ځکه پر امريکا د دوی د اتکا کچه هم لوړه ده او امريکې د همدغې طريقې په مټ د غلو دانو د نړيوالو بيو کنټرول په لاس کې نيولی دی.

د امريکا د غلو دانو انحصاري ډلو په ۱۹۷۳م او ۲۰۰۸م کالونو کې د حبوباتو په دوو نړيوالو بحرانونو کې ډېرې ګټې ترلاسه کړې او اوس يې په لوی لاس دغه وضعيت بيا رامنځته کړی دی.

په نړۍ کې د غلو دانو ۴ انحصاري ډلې شتون لري، چې د نړۍ د حبوباتو ٪۸۰ معاملې کنټرولوي.

 په دغو ۴ ډلو کې ۳ په امريکې کې دي او په تېرو ۲ مياشتو کې يې د نفتو د امريکايي او اروپايي تصديو په شان چټکې ګټې ترلاسه کړې دي.

څوک له نړيوال ترينګلي وضعيت څخه ګټې پورته کوي؟

ولې؟

ځواب يې اسانه دی؟