د جون په پنځمه نېټه، د اوکراین د پلازمېنې کیف پر دوو سيمو توغندي لګيدلي دي.
دا د اپریل له پای راهیسې پر کیف لومړی لوی برید بلل شوی دی.
روسي رسنيو د روانې مياشتې په پنځمه نېټه خبر ورکړی، چې ولسمشر ولاديمير پوتين لوېديځو هېوادونو ته خبرداری ورکړی، که اوکراين ته د لېرې واټن ويشتونکي توغندي ورکړي، نو روسیه به پر هغو هدفونو هم بریدونه وکړي، چې تر دې مخکې يې پرې برید نه دی کړی.
د روسیې دفاع وزارت پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړی، چې پر کيف يې دا ځل اوږد واټن لوړ دقت ویشتونکي توغندي ويشتلي او یو شمېر T-72 ټانکونه يې ویجاړ کړي چې د ختيځې اروپا د ځينو هېوادونو لخوا اوکراين ته ورکړل شوي وي.
اوکراين له لوېديځ څخه غوښتي، چې د M270 او M142 راکټي سيسټم په څېر وسلې ورکړي.
د امریکا ولسمشر جوبايډن د مې په پای کې خپل دریځ بیا تکرار کړی، چې د اوکراين په جګړه کې به امريکا مستقيماً ښکېل نه کړي، خو اوکراین ته د ۷۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت يې د پوځي مرستې نوې جوپه منظوره کړې ده.