د شن جو ۱۴م نمبر فضايي بېړۍ ۳ ستورمزلي د تیان هه مرکزي برخې ته ننوتل
CMG2022/06/06 12:15:40
شريکول:

د چین د انسان وړونکي فضايي چارو دفتر خبر ورکړی، چې د شن جو ۱۴م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ له فضايي سټېشن سره یو ځای شوې او درې ستورمزلي يې له اصلي برخې څخه مداري برخې ته ننوتلي دي.

خبر وايي، چې ستورمزلي د تيان هه په نوم د فضايي سټېشن د مرکزي برخې دروازه په برياليتوب پرانيستلې او درې واړه ستورمزلي ور ننوتلي دي.

(هیله)