د شن جو ۱۴مې فضايي بيړۍ ستورمزلي د تيان جو ۴مې بار وړونکې فضايي بيړۍ ته ننوتل
CMG2022/06/06 15:05:39
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو دفتر خبر ورکړی، چې د شن جو ۱۴مې فضايي بيړۍ ستورمزلو د جون په ۶مه نېټه د تيان جو ۴مې بار وړونکې فضايي بيړۍ دروازه پرانيسته او يادې بيړۍ ته په خونديتوب ننوتل.

د مالوماتو له مخې، ياد ستورمزلي به د تيان جو ۳مې بار وړونکې بيړۍ ته هم ننوزي او وروسته به فضايي څېړنې پيل کړي.