چين په تېرې لسيزې کې پر ساينس او ټکنالوژۍ ډېره پانګونه کړې
CMG2022/06/06 14:55:29
شريکول:

 د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي چارو ادارې د جون په شپږمه نېټه په یوه خبري کنفرانس کې د ساينسي پانګونو او پرمختګ په اړه يو لړ شمېرې خپرې کړې دي.

چين په تېرو لسو کلونو کې د ساينسي پرمختګ په برخه کې ډېره پانګونه کړې ده.

شمېرې ښيي، د چين حکومت د ساينسي پرمختګ په برخه کې اچول شوې پانګه په يوې لسیزې کې له ۱۰۳۰ ميليارډو يوانو څخه ۲۷۹۰ مليارډو يوانو ته پورته کړې، چې په نړۍ کې دوهم ځای نيسي.

په ۲۰۲۱م کال کې د چين د ساينسي کارکوونکو شمېر۵ ميليونه او ۶۲۰ زره   ښودل شوی، چې د ۲۰۱۲م کال په پرتله ۱.۷ چنده زیاتوالی ښيي او په نړۍ کې لومړی ځای نيسي.