کال د چین د اقليمي توپيرونو له مخې په ۲۴ برخو ويشل شوی
د جون ۶مه نېټه د کال د ۲۴ برخو له مانګ جونګ ورځې سره برابره ده.
په دغه موسم کې د چين په بېلا بېلو سيمو کې ډول ډول ګلان غوړېدلې وي.
ګلاب په چين کې د هر کال په اپرېل کې غوټۍ سپړي او تر سپتمبر پورې ګلان غوړوي.
ګلاب ډېر ښکلی ګل دی، په چين کې يې ډولونه ډېر دي او خلک يې د ګلونو ملکه بولي.
په چين کې ډېر ګلان کرل کيږي او د ګلانو د کر تاريخ يې ۲ زرو کالونو ته رسيږي.
د چين ګلاب په نړۍ کې د ډول ډول ګلابونو مور بلل کیږي.