د برازیل د ولسمشرۍ نوماند لولا او د هغه میرمن پر کرونا وبا اخته شوي
CMG2022/06/06 14:10:59
شريکول:

د برازيل د ولسمشرۍ نوماند لولا کاري انتخاباتي ډلې د جون په ۵ نېټه پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې لولا کاري او مېرمن يې پر کرونا وبا اخته شوي دي.

 خبر وايي، چې لولا کاري او مېرمن يې په کور کې قرنطين دي او څو ورځې به تر طبي څارنې لاندې وي.

۷۶ کلن لولا له ۲۰۰۳م کال څخه تر ۲۰۱۱م کال پورې د برازیل ولسمشر و.
 نوموړی د روان کال د مې په اوومه نېټه د کارګر ګوند په ملاتړ د برازيل ولسمشريزو ټاکنو ته بیا نوماند شوی دی.