د امریکا د تینسیس ایالت په نوګا ښار کې د جون د ۵مې نېټې په سهار د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې ۳ تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان دي.
د امريکا د بیسیفنیا ایالت په فیلدیلفیه ښار کې هم د ۴مې نېټې په شپه د ډزو پېښه شوې وه، چې په نتیجه کې يې ۱۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
په امریکا کې په دې وروستیو کې د ډزو زیاتې پېښې شوې دي.
شنونکي په امريکې کې د ډزو پېښو اصلي لامل د وسلو شتون او د بېکارۍ کچه يادوي او وايي، د امريکې د وسلو تصدۍ ناوړه ګټې کوي.
شمېرې ښيي، چې د روان کال په تېرو ۵ میاشتو کې امریکا کې څه باندې ۱۸ زره کسان د ډزو له امله وژل شوي دي. (هیله)