د چین د بهرنیو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۶ مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد د دولتي شورا غړی او بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د قزاقستان د مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير په بلنه د جون له شپږمې تر نهمې نېټې پورې قزاقستان ته ولاړ شي او هلته به”چين جمع د منځنې اسيا پنځو هېوادونو “د خارجه وزيرانو په درېيمه غونډه کې ګډون او له دغه هېواد به هم رسمي لېدنه وکړي.