په مسکو کې د امريکا سفير: د امريکا او روسيې ډيپلوماتيکې اړيکې به پرې نه شي
CMG2022/06/06 11:25:15
شريکول:

په روسيې کې د امريکا سفير جون سوليوان د جون په ۵مه نېټه خبريالانو ته ويلي، چې د واشنګټن او مسکو اړیکې به په بشپړه توګه غوڅې نه شي.

نوموړي ويلي، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د دواړو هېوادونو استازي په خپل ځای او خبرې يې روانې ساتلي او هم دواړو هيوادونو خپل سفارتونه پرانېستي پرېښودلي دي.

 

نوموړي زياته کړې، چې د ډيپلوماتيکو اړيکو ساتل د دواړو هېوادونو لپاره ډېر اهميت لري او واشنګټن او مسکو کولی شي، چې د سفارتونو له لارې د توپيرونو د شتون پر وخت د نظر تبادلې او همکارۍ وکړي.