اټکل کېږي چې ۷۳،۳۶۸ ميلیونو کسانو د چین د ښامار کښتيو اختر په موده کې سفر کړی
CMG2022/06/06 14:09:42
شريکول:

 

د چین ترانسپورت وزارت خبر ورکړی، چې د ښامار کښتيو اختر په درې ورځنۍ رختصۍ کې یعنې د جون له ۳مې نېټې څخه تر ۵مې نېټې پورې په ټول هېواد کې ټرانسپورټي چارې ثابتې روانې وې.

اټکل کېږي چې  د چين د ښامار کښتيو اختر په يادې مودې کې ۷۳،۳۶۸ ميلیونو کسانو په اورګاډيو، موټرونو، بیړیو او الوتکو کې سفر کړی، چې دا شمېر د ۲۰۲۱م او ۲۰۲۰م کالونو د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۴۰،۳ سلنه او ۹،۶ سلنه کموال ښيي.

له دې جملې څخه د چين د یاد اختر په درشل کې‌ ۵۴،۴۹ ميلیونو کسانو په موټرونو کې تګ راتګ کړی، چې دا شمېر د ۲۰۲۱م او ۲۰۲۰م کالونو د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۳۷ سلنه او ۴،۱ سلنه ټيټوالی ښيي.‌ 

‌ ۱،۱۴۶ ميلیونو کسانو ښايي په بيړيو کې سفر کړی، چې دغه شمېر بيا د ۲۰۲۱م او ۲۰۲۰م کالونو د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۳۹ سلنه او ۳۱،۷ سلنه ټيټوالی ښيي.

برسېره پر دې، د چین د ښامار کښتيو اختر په ياده ۳ ورځنۍ رخصتۍ کې ښايي ۸۷،۳۹۲۹ ميلیونو موټرونو پر پاخو سړکونو تګ راتګ کړی، چې سږنۍ شمېره د ۲۰۲۱م او ۲۰۲۰م کالونو د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۱۸،۰۵ سلنه او ۱۰،۹۴ سلنه کم دی.