په شانګهای کې د موټر پرزو توليدولو تصديو خپلې چارې بيا پيل کړې
CMG2022/06/06 11:25:49
شريکول:

د چين د شانګهای په پو دونګ سيمه کې د موټر مهمو پرزو توليدونکې اندازه د ټول هېواد د عمومي اندازې ۱۰ سلنه نيسي. په شانګهای کې د کرونا وبا د نوې څپې له امله د ځينو شرکتونو چارې ټکنې او يا هم په ټپه درېدلې وې او د جون له لومړۍ نېټې څخه يې ګام په ګام بيا توليدي چارې پيل کړې دي.

په شانګهای کې څه باندې زر لويې صنعتي تصدۍ د مارچ له پای څخه د کرونا وبا له امله بندې وو.د چين حکومت له دغو تصديو سره د توليدي غوښتنو او د اړينو ستونزو د حل په برخه کې فعالې مرستې کړې دي.