روسيې پر نورو ۶۱ امريکايانو بنديزونه اعلان کړي
CMG2022/06/07 11:39:52
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، روسیې د امريکا پر نورو ۶۱ وګړو بنديزونه لګولي دي.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت د جون په شپږمه نېټه پر خپلې ويبپاڼې د هغو امريکايي اتباعو نوملړ نور هم غځولی، چې د تل لپاره يې دغه هيواد ته په ورتګ بنديز لګيدلی دی.

ياد وزارت ويلي، چې دغه اقدام يې د روسيې د سياسي او عامه شخصيتونو او سوداګرو پر وړاندې د امريکا د بنديزونو د پراخېدو په ځواب کې پورته کړی دی.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د امريکا د لويو نظامي – صنعتي تصديو، رسنيو، د ارزونې ادارو، الوتکو او کښتيو جوړونې شرکتونو ۶۱ مشران او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هغه چارواکي، چې د روسيې د سايبري بريدونو په اوازې کې ښکيل وو، نور نه شي کولی، چې د روسیې خاورې ته داخل شي.

د روسیې د بنديزو په دغه نوملړ کې د امريکا د انرژۍ وزير ګرانهولم او د خزانې وزير بيلن هم شامل دي.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت د مې په ۲۱مه پر خپلې وېبپاڼې د امريکا د هغو اتباعو نوملړ خپور کړی، چې دغه هېواد ته له ورتګ منع شوي دي او د امريکايي ولسمشر جون بايډن په ګډون ۹۶۳ شخصيتونه پکې شامل دي.

(ژباړه: شکريه)