د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنیو چارو وزير سيرګي لاوروف د روانې مياشتې په شپږمه نېټه په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې اوکراين يوازې پر دې ټينګار لري، چې د پوځي کنټرول کرښه يې بايد د جګړې دمخه حالت ته وګرځي، خو نورو خبرو اترو ته تیاری نه ښيي.
سیرګي لاوروف ويلي، روسيې پلان درلود، چې د اوکراين وړانديز په دقت مطالعه کړي، خو د اوکراين حکومت له دې سره سره د تړون مسوده له نژدې يوې نيمې مياشتې راهيسې ځنډولې او د سولې د پرمختګ څرک يې نور هم تت کړی دی.
نوموړی وايي، چې روسيه باور لري، اوکرين د لويډيځو هېوادونو له ارادې سره سم داسې کړنې تر سره کوي.
د اوکراين دولتي خبري اژانس د جولای په شپږمه نېټه د دغه هېواد د بېلا بېلو پوځي ادارو په قول خبر ورکړی، چې د همدې ورځې له سهار راهيسې د اوکراين په ختيځ کې سخته جګړه روانه ده او په لوهانسک کې مېشتو اوکرايني ځواکونو د دونيڅک ښار ځينې برخې بېرته نيولې دي.
خبرونه وايي، چې د دونيڅک ښار په څنډو کې لا هم جګړه روانه ده او ګڼ شمېر عسکرو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
روسي ځواکونو د دونيڅک پر هغو سيمو چې اوکرایني ځواکونه پکې ميشت دي، درانده بريدونه پيل کړي دي.
(ژباړه: شکريه)