د مصر، اردن او عراق چارواکو پر ۳ اړخيزو همکاريو خبرې کړي
CMG2022/06/07 12:53:24
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مصر او اردن بهرنيو چارو وزيرانو سامح شکري او ايمن الصفدي د جون په شپږمه نېټه د عراق پلازمېنې بغداد ته تللي او له عراقي لوري سره يې د اقتصاد، سوداګرۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې د ۳ اړخيزو همکاريو د پياوړتيا په اړه خبرې کړې دي.


د عراق د ولسمشر برهم صالح دفتر د روانې مياشتې په شپږمه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې عراق له مصر او اردن سره د سياست، اقتصاد او امنيت په برخو کې د درې اړخيز همکاريز ميکانيزم له لارې، چې په وروستيو کلونو کې تر سره شوی، د اړيکو پراختيا ته ژمن دی.

 اعلاميه وايي، چې د يادو هيوادونو درې اړخیزې همکارۍ به په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی کم کړي او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر بنسټ به د سیمه ییزو همکاریو چوکاټ رامنځته کولو ته لاره هواره کړي.


سامح شکري په يوه خبري غونډه کې ياده ليدنه د ۳ هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا لپاره يو ښه فرصت بللی او ويلي يې دي، چې درې اړخيز همکاريز ميکانيزم به یې د عراق د حالاتو له ثبات څخه ملاتړ او د دغه هيواد د ملي حاکميت له ساتنې سره مرسته وکړي.

 الصفدي ويلي، چې اردن د ۳ هېوادونو د همکاریو د پیاوړتیا لپاره کوښښ کوي او غواړي له ګډو ننګونو سره د مقابلې لپاره ګډ کار وکړي.