هند د منځني واټن ويشتونکی بالستيک توغندی په برياليتوب ازمويلی
CMG2022/06/07 11:58:17
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند دفاع وزارت د جون په شپږمه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په همدې ورځ يې د منځني واټن ويشتونکی بالستيک توغندی ((اګني-۴)) په برياليتوب ازمويلی دی.

اعلاميه کې د دغه توغندي د ازموينې ټول عملياتي پيراميټونه او د سيستم اعتبار تاييد شوي دي.

د هند د بالستيک توغندي دا ازموينه د دې څرګندويي کوي، چې دغه هېواد د اعتبار وړ نظامي وړتيا ولري.

د مالوماتو له مخې، د هند دا ډول توغندی کولی شي، چې شاوخوا د يو ټن په وزن سرګولولې وليږدوي او له ۳۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ کيلومترو پورې واټن ووهي.

 (ژباړه: شکريه)