د چین استازی: په اوربند او سولې کې د ښځو او ماشومانو حقونه ساتل کيږي
CMG2022/06/07 12:48:05
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د جون په شپږمه نېټه د امنيت شورا په يوه غونډه کې وينا کړې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې د اوکراين په شخړې کې د جنسي ځورونې،  تاوتريخوالي او انساني قاچاق په اړه ويلي، چې يوازې په اوربند او سولې کې د ښځو او ماشومانو حقونه ساتل کېدای او د زيانونو مخه يې نيول کېدای شي. 

دای بينګ ويلي، چې د شخړې ښکېلو خواوو ته د وسلو ليږد او بنديزونه جګړه نوره هم پراخوي او ښځو او ماشومانو بلکې ټولو وګړو ته زيانونه رسوي.


دای بينګ ويلي، چې د اوکراین جګړې کې عامو خلکو ته سخت زیانونه رسيدلي او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې امنیتي خطرونه او ننګونې د اندیښنې وړ دي. 

د جګړې ښکېلې خواوې باید نړیوال قوانین مراعات کړي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تېري او انساني قاچاق په ګډون له هر ډول تاوتریخوالي څخه بايد لاس واخلي.

نوموړي زياته کړې، چې نړيواله ټولنه بايد د اوکراين زيانمنو وګړيو ته د ژوند ښه زمينه برابره کړي او دوی بايد پر وخت طبي، رواني او ټولنیزو خدماتو ته لاسرسی پيدا کړي.


نوموړي د شخړې پر ښکېلو خواوو هم غږ وکړ، چې پر روغتونونو او نورو ملکي تاسیساتو بریدونه ونه کړي.

د جنګي چلند په توګه د جنسي زورزياتي کارول ډېر سخت جرم دی او ټول تورونه بايد د حقایقو پر بنسټ وڅېړل شي.