چين: د خواړو د هر نړيوال بحران تر شا د امريکا لاس وي
CMG2022/06/07 10:42:25
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۶مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وویل، چې د خواړو د هر نړيوال بحران تر شا د امريکا چلند ليدل کېږي.

نوموړي وويل، چې نړيواله ټولنه بايد په اوسنيو حالاتو کې د سوله ييزو خبرو اترو او تر سره کېدو او د خواړو  بحران د حل لپاره هڅې وکړي. د بنديزونو زياتوالی د سيمه ييز وضعيت د ارامولو لپاره هيڅ ګټه نه لري، خو برعکس د خواړو  بحران به نور هم سخت کړي.

د افريقا ليګ نوبتي رئيس او د سېنګال ولسمشر ماکي سال په دې وروستيو ويلي، چې پر روسيې د لوېديځې نړۍ بنديزونو د افريقا د غلو دانو پر خونديتوب ډېرې بدې اغېزې کړې دي. د خوراک نړيوال سازمان هم خبرداری ورکړی، چې نړۍ به له دوهمې نړيوالې جګړې راهيسې د خواړو تر ټولو لوی بحران سره مخ شي.

جاو لي جيان وويل، چې نړۍ اوس مهال د خواړو د عرضې له سخت کمښت سره مخ ده.

نړۍ ته د غلو دانو د صادرولو په برخه کې دوه مهم هېوادونه، يعنې روسيه او اوکراين د خپلمنځي شخړې له امله د خواړو د عرضې له نړيوال ځنځير څخه وتلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې پر روسيې د امريکا او لوېديځې نړۍ د بنديزونو له امله، د دغه هېواد د غلو دانو او کيمياوي سرو صادرات له بدو اغېزو سره مخ دي، چې له امله یې د خواړو عرضې وضعيت نور هم سخت شوی دی.