په چين کې د ۲۰۲۲م کال د کانکور ازموينه د جون په اوومه نېټه پيل شوه.
د معلوماتو له مخې، د چين د کانکور په سږنۍ ازموينې کې ۱۱ ميليونو او ۹۳۰ زرو زده کوونکو ګډون کړی، چې په دې جملې کې د بېجينګ د زده کوونکو شمېر ۴۸۰ زره ښودل شوی دی.
د سي اېم جي خبريال د همدې ورځې په سهار، د بېجینګ ښار د جینګ يوان ښوونځي ته ورغلی او لاندې عکسونه يې اخيستي دي.