امريکايي چارواکو د شينجيانګ مسئلې تر شا د امريکا له موخې پرده پورته کړې
CMG2022/06/07 11:24:40
شريکول:

د چين په ګوانګ جو ښار کې د امريکا د لويې کونسلګرۍ د اقتصاد او سياست څانګې پخوانۍ مشرې شيله کېري او کونسلې اندرېو چيرا په ۲۰۲۱م کال کې په يوه مېلمستيا کې مېلمانو ته ويلي، چې د امريکا حکومت له خپلو سوداګرو تفاهم غواړي چې ځکه امريکا په شينجيانګ کې د جبري کارونو، نژادي تصفيې او بشري حقونو په شمول ځينې مسئلې راپورته کړي، موخه يې دا ده، چې د چين حکومت په لومه کې راګير کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۶مه نېټه وويل، چې په شينجيانګ کې تش په نوم نژادي تصفيه د امريکا له لوري جوړ شوي پروپاګند او دروغ دي.

نوموړي وويل، چې اوس مهال د چين په شينجيانګ کې بېلابېل قومونه په يووالي ژوند تېروي، ټولنه يې ثابته او اقتصادي چارې يې سمسورې شوي او همدا د امريکا دروغو ته تر ټولو ښه او ځواکمن ځواب دی.

جاولي جيان زياته کړه، چې امریکا غواړي د شينجيانګ سوله او ثبات ويجاړ کړي او د چين د پرمختګ مخه ونيسي، خو دغه ارمان به یې پوره نه شي.