د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جون په اوومه نېټه د هېواد د يوې اقتصادي غونډې مشري کړې او ويلي يې دي، چې په هېواد کې يې د مې له دوهمې نيمايي راهيسې د سوداګريزو توکو د بيو د لوړېدو تمايل
محدود شوی دی.
د مالوماتو له مخې، په روسيې کې د انفلاسيون يا پيسو پړسوب کلنی انډول د مې تر ۲۷مې نېټې پورې ٪۱۷.۴ ښودل شوی و.
پوتين په يادې غونډې کې ويلي، چې په اپريل کې په روسيې کې د بې روزګارۍ انډول ٪۴ و او ياد رقم يې د دغه هيواد د بې روزګارۍ په تاريخي ريکارډونو کې تر ټولو ټيټه کچه ښودلې ده.
نوموړي په روسيه کې د بهرنيو اسعارو بازار ثابت بللی دی.