په چين کې د بهرنيو اسعارو زېرمه ۳۱۲۷ ميليارډو او ۸۰۰ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې
CMG2022/06/08 11:02:06
شريکول:

د چين د بهرنيو اسعارو دولتي ادارې د جون په ۷ مه نېټه خبر ورکړی، چې د مې تر پایه پورې د چين د بهرنيو اسعارو زېرمه ۳۱۲۷ ميليارډو او ۸۰۰ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې او د تېرې مياشتې په پرتله پکې ۸ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونه امريکايي ډالره زياتوالی راغلی دی.

د چين د بهرنيو اسعارو دولتي ادارې مرستيالې او وياندې وانګ چون يينګ په يوې خبري غونډې کې وويل، چې په چين کې د بهرنيو اسعارو بازار ثابت او د کور په دننه کې د بهرنيو اسعارو برابرونه او تقاضا پکې کابو يو شان روانه ده.

نوموړې زياته کړه، چې نړيوال حالت لا هم سخت او پېچلی ښکاري، د نړيوال اقتصاد پر وړاندې چېلنجونه زيات شوي او نړيوال پولي بازار هم ثابت نه دی، خو بيا هم د چين اقتصاد په بنسټيز حالت کې ښه والی ساتل کېږي او د بهرنيو اسعارو د زيرمو زياتوالی به دوام ولري.